IQNA

نوی پاپ وائي، د نړیوالې سولې او ثبات لپاره به هڅه  کړي

14:19 - May 15, 2025
د خبر لمبر: 3491121
ایکنا – د نړۍ د کاتولیکانو نوي ټاکل شوي پاپ لیو څوارلسم ژمنه کړې چې د سولې د رامینځته کولو لپاره به خپلې هڅې وکړي.

 ایکنانیوز د رویټرز له قوله راپور راکړی، د نړۍ د کاتولیکانو نوي ټاکل شوي پاپ لیؤ څوارلسم ټینګار کړی چې په نړۍ کې هیڅ جګړه ضروري نه ده او وړاندیز ئې کړی چې واټیکان دې د نړیوالو شخړو په حل کې د مینځګړي رول ولوبوي. 

لیؤ څوارلسم،چې تېره اوونۍ د وفات شوي پاپ فرانسیس جانشین ټاکل شوی، د خپلې  ټاکنې په لومړیو شپو ورځو کې ئې څو ځله د نړیوالې سولې غوښتنه کړې او حتی په خپلې لومړنۍ وینا کې ئې د سینټ پیټر په میدان کې خلکو ته د سولې او ثبات پیغام ورکړ. 

هغه د کاتولیکانو د ختیځي کلیساګانو له غړو سره په خبرو کې، چې ځینې ئې په جګړه ځپلو سیمو لکه اوکراین، سورئې، لبنان او عراق کې دي، بیا هم د نړیوالې سولې په اړه ټینګار وکړ. 

لیؤ څوارلسم په دغې غونډې کې وویل: کلیسا تل چمتو ده،هغه خلک سره یو ځای کړي چې د یو بل دښمنان دي او د دوي د خبرو اترو له لارې سوله نړۍ ته بېرته راولي. جګړه هیڅکله پکار نه ده؛ وسلې  د ختمې شي او باید  پراختیا ئې ودرول شي، ځکه چې دا ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې یې زیاتوي. هغه کسان چې تاریخ جوړوي، سوله کوونکي دي، نه هغه کسان چې د کړاوونو تخم کري.

 https://iqna.ir/fa/news/4282471  

captcha